د اقتصاد عالي شوراء یوولسمه غونډه کې په افغانستان کې د زعفرانو د کښت طرحه په پرنسیپ کې تائید شوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۱:۱۴
خبر

د اقتصاد عالي شورا یوولسمه غونډه نن د تلې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې له اجنډاء سره سم د چرګانو د غوښې او هګیو له اړخه د افغانستان پر ځان بسیا کولو پلان، په افغانستان کې د لبنیاتو صنعت ته د پراختیا ورکولو طرحه، د بادامو د تولید، پروسس، بسته بندۍ او بازار موندنې ملي طرحه، په افغانستان کې د ماهیانو صنعت ته د ودې ورکولو طرحه، د مالدارۍ پراختیا او اړوند صنعت طرحه ، په کونړ ولایت کې له ۵۲۰۰ هکتاره چمتو شوې ځمکې د ګټې اخیستنې طرحه، د بادامو د سوداګریزو باغونو په تآسیس سره د پښتون زرغون د ابو خوړونو د مدیریت طرحه او د زعفرانو د کښت طرحې په پرنسیپ کې تائید او په اړه لازمې پریکړې وشوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS