د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۲:۵۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سترسلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د وږې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي ناسته  په مالیې وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې ازبکستان څخه د سرخان – پلخمري برېښنا انرژۍ پروژې په پېرلو، د ۱۳۹۷ کال مالي راپور پلټنې په موخه د بهرنیو پلټونکو ګمارنې یا نوي کولو په څرنګوالي، د ترکمنستان له جمهوریت څخه د هرات، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس ولایتونو او اندخوی ولسوالي لپاره د برېښنا قرارداد په نوي کولو، د برېښنا انرژۍ پیرلو د خدمتونو او ثابتو جایدادونو پالیسیو په تصویب او د ۱۳۹۸ کال مالي پلان او بودیجې په تصویب هر اړخیزې خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پرېکړې ونیول شوې.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS