په جوزجان کې د طبعي ګازو له سرچینې د برېښنا تولید لومړنۍ دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
په جوزجان ولایت کې د طبیعي ګازو له سرچینې د برېښنا تولید لومړنۍ پروژه د لړم میاشتې په ۳۰ مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد ګل خُلمي، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند؛ او د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس ښاغلي امان الله غالب، ګډون کړی وو.
د شبرغان ښار د طبیعي ګازو له سرچینو د برېښنا تولید دغه دستګاه، د بیات پاور شرکت له لوري د ۳۸.۷۸ میلیون ډالرو پانګونې، د عامه او خصوصي مشارکت او د زیمنس شرکت له ټکنالوژۍ په ګټه اخیستنه جوړه شوې.
د شبرغان ښار د طبیعي ګازو له سرچینو د برېښنا تولید دغه دستګاه، د ۴۲ مېګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري او ټاکل شوې، چې د دې پروژې د دویم او درېیم فاز په عملي کېدو سره د برېښنا تولید وړتیا ۲۰۰ مېګاواټو ته ورسېږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره د ۴۲ زره کورنیو لپاره برېښنا چمتو کېږي او له ۳۸۰ تنو زیاتو کسانو ته پکې د کار چاره برابرېږي.
د یادونې وړده، چې د دې دستګاه ۲۳ مېګاواټه جوزجان، ۱۱ مېګاواټه یې فاریاب او ۶ مېګاواټه یې سرپل ولایتونو ته وېشل کېږي.
