د مالیې وزارت سرپرست: د ځان بسیاینې اقتصادي ستراتېژۍ او مالي پانګونې بستې له وړاندي کولو څخه زموږ موخه د اقتصادي پراختیا تضمین او د افغانستان پایداره وده ده

admin_mof
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۲:۵۴
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، چې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک په څلورمه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه یې لوګزامبورګ ته سفر کړی، د چنګاښ میاشتې په ۲۲ مه نېټه یې د یادو ناستو په څنډه کې د اروپا د پانګونې بانک (EIB) له مرستیال، چې د دې بانک نورو چارواکو هم شتون درلود وکتل.

ښاغلي قیومي، په دې کتنه کې له هغوی سره د افغانستان په اړینو او بالقوه پروژو په ځانګړي توګه هغه پروژې چې افغانستان د انرژۍ، کانونو، اوسپنې کرښې او ډیجټلي اړیکو له اړخه په ځان بسیا کوي، بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

دا شان د مالیې وزارت سرپرست په دې کتنه کې په هغې بستې چې د جلالتمآب جمهور رئیس له لوري د جینوا په کنفرانس کې د افغانستان چټکې ځان بسیاینې پروګرام په تړاو پیشنهاد شوې وه، مالي ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه د ۸.۷ میلیارده افغانیو پانګونې په بستې، راتلونکو پلانونو، د افغانستان او د اروپا پانګونې بانک ترمنځ په هوکړه لیکونو او د نوموړي بانک د همکاریو په تړاو دوه اړخیزه بحث وکړ.

د مالیې وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل، چې د اقتصادي ځان بسیاینې ستراتېژۍ او مالي پانګونې له بستې وړاندي کولو څخه زموږ موخه د افغانستان اقتصادي پراختیا او پایداره ودې تضمین دی.

خبر

د یادونې وړ ده، چې د اروپا پانګونې په بانک (EIB) کې د اروپایي ټولنې ۲۸ هیوادونه غړیتوب لري، دغه بانک په یوه مهال یو بانک او هم مؤسسه ده، دغه بانک هغه پروژې چې اقتصادي ودې، کارموندنې، د بېخ بنسټو پیاوړتیا او استوګنې چاپېریال سره مرسته کوي تمویلوي او نوموړی بانک د اروپایي ټولنې په غړو هیوادونو او نړۍ کې پانګونه کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS