د درو زونونو د مستوفیت کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کي روزنه ورکړل سوه

admin_mof
Mon, Nov 07 2022 2:00 PM
حبر

د مالیې وزارت بشري شرچینو ریاست د وړتیا لوړوني او روزني آمریت له لوري په درو زونونو کي د شاملو ولایتونو د مستوفیت (۱۴۰) تنو کار کوونکو ته د مالیاتو د محاسبې بررسۍ او سکټاس په برخه کي روزنه ورکړل سوه.

په دې پروګرام کي د شمال ختیځ زون چې کندوز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونه پکښي شامل دي ۴۰ تنه کارکوونکي، سویل لوېدیځ زون چي د هرات، فراه، نیمروز، بادغیس او غور ولایتونو د مستوفیتونو ۵۰ تنه کارکوونکي او همدا رنګه د شمال زون د مستوفیتونو بلخ، جوزجان، سمنګان، فاریاب او سرپل ولایتونه پکښي شامل دي ۵۰ تنه کارکووکي د مالیاتو د محاسبې بررسۍ او سکټاس په برخه کي وروزل سول او په یادو برخو کي یې څو ورځنۍ زده کړي ترسه کړې.

د یادوني وړده، چي د مالیې وزارت د بشري شرچینو ریاست د وړتیا لوړوني او روزني آمریت د تېر یوه کال په موده کي په لسګونو نوي کارکوونکي په بېلابېلو برخو کي روزلي او دغه لړۍ لا روانه ده.