د عوایدو لوی ریاست د خوست ولایت د مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ کړ!
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د سیسټم ریاست د تحلیل او تطبیق آمریت تخنیکي کارکوونکو د (SIGTAS_RMIS_TAIS) سیسټمونو په برخه کي د خوست ولایت د مستوفیت کارکوونکو ته (۱۵) ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړ.
د خوست ولایت د مستوفیت کارکوونکو وویل، چي د دې پروګرام په پلي کولو سره به په دې برخه کي د دوی ستونزي هواري او مراجعینو ته به لا غوره خدمات وړاندي سي.
.
