د کندهار، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو په ځینو سیمو کي قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Wed, May 01 2024 3:56 PM
.............

 د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یوه اندازه قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
په نیول سوو توکو کي (۳۳۸۰) کیلو ګرامه پاکستاني انساني طبي درمل، (۵۸۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۳۱۰۴) کیلو ګرامه رُب، (۲۳۵۰) کیلو ګرامه پاکټي شیدې، (۱۳۲۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۹۶۳) کیلو ګرامه لوبیا، (۷۰) کارټنه کیچپ، (۲۰۸) کیلو ګرامه لواشک او (۱۳) بستې پایپونه شامل دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل پر غیر رسمي لارو ئې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړي.
نیول سوي توکي د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.