تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، ننګرهار او هرات په ولایتونو کي بېلابېل قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Sat, Jul 27 2024 11:27 AM
.............

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ويښو کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، ننګرهار او هرات په ولایتونو کي بېلابېل قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۴۷۵) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړي، (۷۲۰) کیلو ګرامه تینر تېل، (۳۶۳۶) کیلو ګرامه رُب، (۱۸۸۴) کیلو ګرامه انساني او حیواني درمل او (۱۱۲۰) کیلو ګرامه بېلابېل نور توکي شامل دي.
یاد نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.