د ګمرکونو لوی رئیس د تورخم په ګمرک کي د راستنېدونکو کډوالو له پاره د ګمرکي اسانتیاوو په رامنځته کېدو ټینګار وکړ!

syllab_admin
Tue, Apr 15 2025 10:23 AM
............

د وري ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئيس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چي په رسمي سفر ننګرهار ولایت ته تللی، هلته ئې د ولایتي مسؤلینو په ملتیا د دغه ولایت د ګمرک له چارو څخه د لیدني تر څنګ، په تورخم کي د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدني بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه. 
د ګمرکونو لوی رئیس له پاکستان هیواد څخه په جبري ډول د رایستل سویو هیوادوالو له پاره د ګمرکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د تورخم ګمرک مسئولینو ته لازمي سپارښتني وکړې، څو راستنېدونکي هیوادوال په اړوندو برخو کي له کومي ستونزي سره مخ نه سي.
د تورخم ګمرک مسئولینو په دې برخه کي د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو کلک هوډ څرګند کړ او هيواد ته د کډوالو د هوسا راستنېدني په موخه ئې د هر اړخیزي همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS