د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او اطلاعاتو کلتور د وزارتونو له استازو سره د روغتیایي بیمې، کارکوونکو، بهرنیو وګړو او توریستي (سیلانۍ) بیمې پلي کولو په تړاو ناسته وشوه
د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس احسان طاهري په مشرۍ، ناسته چې د بیمې چارو او تکافل عمومي رئیس موسی کاموي، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رئيس ډاکټر عبدالقدیر قدیر، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تقنین رئیس عبدالغفور ماندګار او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی رئیس مرتضی عزیزي، هم شتون درلود، د روغتیایي بیمې، کارکوونکو، بهرنیو وګړو او توریستي (سیلانۍ) بیمې پلي کولو په تړاو د اداري معینیت په تالار کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د بیمې او تکافل نوي قانون چې تقنیني پړاوونه یې ترسره شوي او په نږدې راتلونکي کې به تصویب او نافذ شي، د اړینو همغږیو رامنځته کېدو، د بیمې او تکافل د سکټور په ملاتړ او همکاري پیاوړي کېدو او د بیمې او تکافل د قانون ګټور پلي کېدو او د دې بهیر د چټکېدو او اسانتیاوو په موخه د وزارتونو ترمنځ د هوکړه لیک په عقد په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په تړاو یې اړینې پرېکړې وشوې.
