د مالیې وزارت سرپرست د ټرانسپورټ وزارت له وزیر سره ولیدل

admin_mof
Wed, Jul 14 2021 8:42 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن په خپل کاري دفتر کې د ټرانسپورټ وزارت له وزیر قدرت الله ذکي سره ولیدل. په دې لیدنه کې چې د ګمرکونو عمومي رئیسي آمنې احمدي هم ګډون کړی وو، په درېوو موضوعاتو (د عوایدو راټولول، تناژ او سوداګریزې تعرفې) خبرې اترې وشوې. د ناستې په وروستیو کې د مالیې، ټرانسپورټ او ټولګټو وزارتونو تر منځ د همغږۍ په موخه د یوې تخنیکي کمېټې په جوړولو پرېکړه وشوه. په ځانګړي ډول له هغو ګمرکونو او عوایدو چې د هېواد په لویو لارو کې د ټرانزیټ او سوداګریزو توکو د لوړ تناژ لرونکي دي څارنه وکړي، تر څو له دې زیات د لویو لارو د ورانېدا لامل ونه ګرځي او د عوایدو او مالیاتو په را ټولونه کې اغېزمن تمام شي. همدارنګه دواړو لوریو په دې هوکړه وکړه، چې د بهرنیو توکو په ټرانزیټ کې د ګواښ او خنډونو د حل په موخه دې د تیر(TIR) سیستم ملي کمېټه اغېزمن ګامونه واخلي. چې له دې جملې یې د متعدد او څو ډولیزه پلېټونو له کارولو مخنیوی، د نویو او لوړ کیفیت لرونکو پلېټونو چاپول، تر څو د خلکو ستونزې حل شي.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS