د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د امریکا ایالاتو د مرستو ملي ادارې له رئیس سره ولیدل.

admin_mof
Sat, Jul 31 2021 8:22 AM
خبر

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نذیر کبیري د امریکا ایالاتو د مرستو ادارې له رئیس ښاغلي (Peter Duffy) سره د مالیې وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د JCMB ناستې د پایلو او بریالۍ ترسره کېدنې په اړه، په مالیې وزارت کې د روانو اصلاحاتو، د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په چوکاټ کې د حکومت پراختیایي موخو او هېوادوالو ته د اولیه مرستو په موخه د دغه پروګرام د تمویل په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشوې.

خبر

د ناستې په ورستیو کې ښاغلي پیټر دافي د امریکا ایالاتو د مرستو ملي ادارې د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ.