د رهبرۍ شورا نهمه نوبتي ناسته ترسره سوه

admin_mof
Wed, Apr 06 2022 11:10 AM
خبر

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، په مشرۍ د دې وزارت د رهبرۍ شورا نهمه نوبتي ناسته، چې د یو شمېر ریاستونو رئیسانو، د مقام سلاکارانو او د ګمرکاتو او عوايدو معين هم ګډون پکښي کړی وو، د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

د ناستې په پیل کې د مقام رهبرۍ غړو له لوري، ګډونوالو ته لومړی د تېرې ناستي د پرمختګونو، پرېکړو، لاسته راوړنو او خنډونو بشپړ راپور وړاندي سو او ورپسې د اړوندو مسؤلینو له خوا د مالیې وزارت لپاره د ۱۴۰۱ کال پر تشکیل، د ادارو په رسمي چارو کي د هجري لمریز او هجري سپوږمیزو نېټو په کارولو او په ولایتونو کي د مستوفیتونو او ګمرکونو څخه د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د توظیف سوي هیئت د ارزوني راپور په تړاو خبري او بحثونه وسول، همدارنګه د دولتي شرکتونو لوی ریاست غوښتنه وکړه، چي یاد ریاست غواړي د خپلو شرکتونو لپاره پراختیایي پلان جوړ کړي؛ نو د لا غوره والي لپاره دي د رهبرۍ شورای غړي خپلي  مشورې او نظرونه په لیکلې بڼه د دولتي شرکتونو له لوی ریاست سره شریکي کړي.  

د راپور له اورېدو وروسته د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د تېرې ناستې د پرېکړو په پرمختګونو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چي په کارونو کې چټکتیا او پر ټاکلي وخت دندو ته د کارکوونکو راتګ د دوی ایماني دنده ده او د روژې په مبارکه میاشت کې په صداقت او ایماندارۍ کار ترسره کول هم ثواب  او هم غوره عبادت دئ. له ټولو کارکوونکو غوښتنه کوم، ترڅو په دغو مبارکو شپو او ورځو کې خپل خدمتونه لا غوره او چټک کړي. 

خبر

په پای کې پرېکړه وسوه، چې د دغې ناستي د پرمختګونو، لاسته راوړنو او ورسره مخ کېدونکو خنډونو بشپړ راپور دي په را روانه ناسته کي په ډاګه او پایلې دې شریکي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS