ګمرکونو او عوایدو معین په خوست ولایت کي له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل

admin_mof
Sat, Apr 16 2022 11:24 AM
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند، تېره ورځ خوست ولایت ته د یو رسمي سفر په لړ کي د یاد ولایت د ګمرک په ریاست کي  له یو شمېر ملي سوداګرو سره، چي د غلام خان بندر له لارې سوداګري کوي، وکتل.

په دغه کتنه کې چي د ګمرکونو لوي ریاست سرپرست، تخنیکي او حمایوي مرستیال خانزاده عبدالله او د خوست ولایت د ګمرک رئیس هم ګډون درلود، په پیل کي سوداګرو په ګمرکونو کي د وروستیو اصلاحاتو او اسانتیاوو راوستلو له امله د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او شته ستونزي او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

د ګمرکونو او عوایدو معین له یادو سوداګرو سره ژمنه وکړه، چي دوی ته به په سوداګریزو چارو کي لا ډېري اسانتیاوي رامنځته کوي او شته امکاناتو ته په کتو به د دوی ټولو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کیږي.

خبر

د ناستې په پای کې دواړو لوریو یو بل ته په اړوندو چارو کې د هر اړخیزو همکاریو او اسانتیاوو برابرولو پوره ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS