مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي لسمه ناسته ترسره سوه

admin_mof
Mon, Apr 18 2022 2:21 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، په مشرۍ د دې وزارت د رهبرۍ پلاوي لسمه ناسته د یاد وزارت په مقام کي ترسره سوه.

په دې ناسته کي چې د قرآن عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه، د دعوت او ارشاد ریاست استازي په ګډون د مالیې وزارت ګڼ شمېر رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وو، په پیل کي د یاد وزارت مشرتابه ته د تېري ناستي پایلي، پرمختګونه، خنډونه او په ګمرکونو کي د باقیاتو د راټولولو او تصفیې د مؤظف سوي تخنیکي کمېټې مفصل راپور وړاندي سو.

د ناستي په پرانیستې وینا کي د دعوت او ارشاد ریاست استازي، په اسلامي نظام کي د دندو پر ارزښت او په صحیح توګه د نه ترسره کولو پر جزاء او دنوي او اخروي ناوړه پایلو خبري وکړې او له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چي خپلو دندو ته په صداقت او ایماندارۍ حاضر او ترسره کړي.

ورپسې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند، چي د رواني اوونۍ په سر کي یې د ګمرکاتو  د عمومي رئیس سره یو ځای د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفر کړی وو، په سرحدي ګمرکونو کي د مځکي او تعمیرونو د ستونزو، په سرحدي سیمو کي د دولتي او خصوصي بانکونو نه شتون او په همدې سیمو کي عامو خلکو ته د درملو او خوړو د ستونزو په تړاو بشپړ او هر اړخیز راپور ګډونوالو ته وړاندي کړ.

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د تېري ناستي د پایلو او کاري پرمختګونو د راپور د اورېدو په تړاو د ناستي له ګډونوالو څخه مننه وکړه او لارښوونه یې ورته وکړه، چي د نن مجلس په اوږدو کي څرګند سوي موضوعات دي په کلکه تعقیب سي او اړوند کسان دې د یادو ستونزو په تړاو ګام پورته کړي، ترڅو د سرحدي سیمو او په ټوله کي د خلکو او کارکوونکو ستونزي پر وخت سره حل سي.

خبر

همدا شان د ناستې په پای کي پرېکړه وسوه، چي د رهبرۍ پلاوي لسمې ناستي د پایلو او پرمختګونو په تړاو راپور دي راتلونکي ناستي ته وړاندي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS