ګمرکونو کي په کلکه د قاچاق مخنیوی کېږي 

admin_mof
Sun, May 08 2022 10:25 AM
خبر

تېره ورځ د ننګرهار ولایت ګمرک ته ورڅېرمه د پلټني او تالاشیو یا چک پوسټونو مدیریت؛ د دې ګمرک د مسؤلینو له لوري ګاونډي هیواد ته په لویو باوړونکو موټرونو کي د ټوپکو پوچکونه (کارتوس) برېښنایي مزي او نوري زړې اوسپني چي په بوجیو کي ځای پر ځای سوي وې او غوښتل یې په ناقانونه او قاچاقي ډول یې ګاونډي هیواد ته ولېږدوي نیولي دي.

د ننګرهار ولایت ګمرک د مسؤلینو په خبره په دې تړاو یې قاچاق وړونکي نیولي دي او له قاچاق سره د مبارزې برخي اړوندو ادارو ته د پوښتنو او ګروېږنو په موخه سپارلي دي.

خبر

د یادونې وړده، چي د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ننګرهار ولایت په ګمرک کي په ځلونو دا ډول پېښي سوي او مسؤلینو یې ګاونډي هیواد ته د قاچاق او توکو د غیر قانوني اوښتني مخنیوی کړی. د دې ولایت ګمرک او د پلټنې مسؤلین اوس د قاچاق او قاچاق وړونکو پر وړاندي ستر خنډ بلل کېږي او په دې برخه کي د کره پلټني ډاډ ورکوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS