د قشقرې په سیمه کي د نفتو له نوي څاه څخه د استخراج چاري پیل سوې

admin_mof
Sat, Jul 08 2023 5:16 PM
خبر

د مالیې وزارت اړوند د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت او یوه چینایي قراردادي شرکت (افچین) له لوري په ګډه د قشقرې په نفتي حوزه کي د نوي استخراجي څاه پرانیستنه وسوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور او د مالیې وزارت اړوند د نفت او ګازو دولتي شرکت لوی رئیس محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن) او مسؤلینو د سرپل ولایت په قشقرې سیمه کي د (۲۱م نمبر) نوي استخراجي څاه پرانیستنه وکړه او د استخراج چاري ئې پیل سوې.
له دې څاه څخه اوس مهال په (۲۴) ساعتونو کي د (۷۰) ټنو په شاوخوا کي خام تېل استخراجېږي او په نږدې راتلونکي کي به د یاد څاه څخه د استخراج کچه (۱۰۰) ټنو ته لوړه سي.