د کندهار او زابل په مستوفیتونو کي د لمریزي برېښنا شبکې فعاله سوې!

syllab_admin
Tue, Apr 02 2024 3:03 PM
.................



د کندهار او زابل ولایتونو په مستوفیتونو کي د (۳۵) او (۲۶) کیلو واټه وړتیا په لرلو سره د لمریزي برېښنا شبکې فعاله او د ګټي اخیستني وړ سوې.
د دغو دواړو ولایتونو په مستوفیتونو کي د لمریزي برېښنا پر شبکو باندي په ترتیب سره د کندهار ولایت پر برېښنایي شبکه (۲۶۱۳۸۳۴،۱۹۳) افغانۍ او همدارنګه د زابل ولایت د برېښنا پر شبکه (۲۵۴۷۴۳۱،۱۲۱) افغانۍ لګښت راغلی، چي د دواړو برېښنایي شبکو لګښتونه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.
د کندهار ولایت مستوفي مولوي سید نوراحمد سعید د دغي پروژې په اړه وویل، چي د کندهار د لمریزي برېښنا دغه شبکه د مالیې وزارت په هڅو او مالي ملاتړ پلې سوې ده، چي د (۳۵) کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري او د کندهار مستوفیت به ګټه ورڅخه اخلي، د مراجعینو په کارونو کي به اسانتیا رامنځته کړي او د برېښنا ستونزه به د تل لپاره حل سي.
د مالیې وزارت په استازیتوب، د دغه وزارت د قراردادونو د تسهیل آمر محمد موسی حماد د یادي پروژې د پرانیستني پر مهال وویل، د مالیې وزارت هڅه کوي، چي په ټولو مستوفیتونو کي د کارونو د پرمختګ او منظموالي په موخه دغسي برېښنايي پروژې تطبیق کړي.
د یادوني وړده، چي د مالیې وزارت هڅه کوي، چي د ټولو ولایتونو مستوفیتونه او ګمرکونه عصري، برېښنایي او په اوسنۍ ټکنالوژي سمبال کړي؛ ترڅو وکولای سي د سیمي او نړۍ له سیسټمونو سره سیالي وکړای سي.