د کندهار ګمرک رئیس د دې ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل!

syllab_admin
Sun, May 12 2024 2:41 PM
..............

د کندهار ولایت د ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني د رئیس محمد صدیق مهمند په شتون کي د یاد ولایت د وچو مېوو د سوداګرو ټولني له رئیس او غړو سره د ګمرک په ریاست کي وکتل.
په دغه کتنه کي، چي د ګمرک آمرینو او د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال هم شتون درلود؛ دواړو لوریو د وچو او تازه مېوو او ریحانو پر سوداګرۍ، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او د ځینو اقلامو پر تعرفې بحث او خبري وکړې.
یادو سوداګرو په ګمرکي چارو کي د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کي د کندهار ګمرک له رئیس څخه مننه وکړه او په هیواد کي ئې د سوداګرۍ د لا ودي په موخه خپلي مشورې هم شریکي کړې.
د کندهار ولایت د ګمرک رئیس له دوی څخه د منني تر څنګ د لا روڼتیا او اسانتیاوو د رامنځته کېدو له پاره د سوداګرو او ګمرک د مسؤلینو تر منځ پر لازمي همغږۍ ټینګار وکړ او دوی ته ئې ډاډ ورکړ، چي ټولو ستونزو ته به ئې پر خپل وخت رسېدنه وسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS