د افغانستان د مسلکي محاسبینو اداره پلټونکو شرکتونو او مسلکي ادارو ته د فعالیت جوازونه ورکوي!

syllab_admin
Thu, Oct 24 2024 11:56 AM
.........

د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې د ګډ بورډ درېیمه ناسته، چي د مالیې وزارت د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود په مشرۍ ترسره سوه، پکښې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه پرېکړي وسوې.
په دغه ناسته کي د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې د کیفیت د تضمین او څارني کړنلاره منظوره سوه او همدا راز د پلټونکو شرکتونو (External Audit Firms) او د مسلکي زده کړو ښوونیزو مرکزونو (Learning Providers) ته د فعالیت جوازونو ورکولو پرېکړه وسوه.
له دې وروسته به ټولو کورني او بهرني پلټونکي شرکتونو او مسلکي ښوونیزو ادارو ته د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې له لوري د فعالیت او غړیتوب معتبر جوازونه ورکول کېږي او هم به ئې د کیفیت د تضمین او څارني چاري په ټاکلې موده کي د یادي ادارې له لوري ترسره کېږي.
په دغه غونډه کي همدا راز پرېکړه وسوه، چي ټول هغه کورني او بهرني پلټونکي شرکتونه او ښوونیز مرکزونه، چي د (ACCA) او ورته نورو مسلکي زده کړو ترلاسه کولو ته زمینه برابروي ددې ادارې له لوري د متحد المال له تکثیر ورسته ځانونه په شپږو میاشتو کي د (۱۴۰۴ هـ.ل کال د غویي میاشتي تر ۱۵ مي) نیټې پورې د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې سره ثبت کړي او د فعالیت له پاره له دغه ادارې څخه جواز ترلاسه کړي.
ټول هغه پلټونکي شرکتونه او ښوونیز مرکزونه، چي په ټاکليو شپږو میاشتو کي ځانونه ثبت نه کړي، خپل فعالیتونه نه سي ترسره کولای او د سرغړوني په صورت کي به ورسره قانوني چلند ترسره کېږي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د مالي معینیت اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو اداره (CPA) په ملي کچه د مسلکي محاسبینو د روزني، په دغه برخه کي د جواز ورکولو او د محاسبوي معیارونو د عملي کولو چاري ترسره کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS