اقتصادي نظامونه

بې له شکه چي انسانان د الله تعالی له غوره مخلوقاتو څخه شمېرل کېږي او الله تعالی دوی ته د نورو مخلوقاتو په پرتله د فکر کولو وړتیا ورکړي ده. انسانانو ته په کار ده، چي هر کار او هر عمل په ښه توګه ترسره کړي. انسانان په ټولنه کي د ژوند کولو او مثبتو بدلونونو رامنځته کولو لپاره ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي نظامونو ته اړتیا لري. له نېکه مرغه انسانانو بلخصوص مسلمانانو ته چي الله تعالی کومي وړتیاوي ورکړي دي، دوی خپلي وړتیاوي وپېژندلې او خپلي وړتیاوي ئې د خپلو هیوادونو د پرمختګ وسیلې وګرځولې او خپلي وړتیاوي ئې په سمه توګه په کار واچولې. د اسلام مبارک دین له ظهوره سره سم الله تعالی د ټولو چارو د ښه ترسره کولو په موخه نظامونه رامنځته کړل او د اقتصادي نظامونو د رامنځته کېدو لامل هم مونږ کولی سو، چي اسلام او مسلمانان وګڼو. له بده مرغه مسلمانانو ته، چي څنګه په کار وه هغسي ئې اقتصادي نظامونه ته پراختیا ورنکړه او د نويو رامنځته سویو اقتصادي نظامونو کریډیت هم غیر مسلمانانو واخیست.
 د اقتصادي نظامونو تعریف: اقتصادي نظامونه عبارت له هغي وسیلې څخه دي، چي د یوې ټولني یا نظام چي په یوه جغرافیایي سیمه کي موقعیت ولري، موجودي سرچینې، خدمات او توکي تنظیم او وېشي. اقتصادي سیسټمونه د تولید عوامل تنظیموي، لکه ځمکه، پانګه، کار، فزیکي سرچینې او ځیني نور …
په یوه اقتصادي نظام کي څو مهم بنسټونه، ادارې، نهادونو  د پرېکړي کولو څو مرجع شاملي دي، چي د یوې ټولني اقتصادي جوړښت تشکیلوي. د یادوني وړ ده، چي په اوسنۍ نړۍ کي څلور لوی اقتصادي نظامونه یا سیسټمونه شتون لري، چي عبارت دي له:
۱- کپیټلیزم یا د سرمایه دارۍ نظام
۲- سوسیالیستي اقتصادي نظام
۳-  میکس اقتصادي نظام
۴-  اسلامي اقتصادي نظام
۱-  کپیټلیزم یا د سرمایه دارۍ نظام:
دا نظام په لومړي ځل د یوه سکاټلنډي اقتصاد پوه او پروفیسور له لوري، چي نوم ئې آدم سمیټ وه په کال (1834) م کي رامنځته سو. دا هغه نظام دئ په کوم کي چي اشخاص تولیدي عوامل د خپلي شخصي ګټي د ترلاسه کولو له پاره استعمالوي. سرمایه داري نظام په شخصي ملکیت باندي ولاړ دئ او د شخصي ګټي د لاسته راوړلو له پاره په کار وړل کېږي. اوس مهال په  ځینو هیوادونو کي دا سیسټم مروج دئ؛ لکه: امریکا، غرب، اروپا او د اسیا په زیاترو هیوادونه. وروسته له دغه اقتصادي نظام څخه ځیني نور اقتصادي نظامونه رامنځته سول، چي لامل ئې له ټولنیزو اړتیاوو، فرهنګي پراختیا او ټولنیزو تغییراتو سره تنوع او تطابق او نوښتونه وبلل سول. بل پلو د سرمایه دارۍ په نظام باندي نیوکي وسوې او ځیني زیانونه ئې درلودل، چي دا چاره د دې لامل سوه، چي نور اقتصادي نظامونه رامنځته سي. همدارنګه دغو نظامونو تر ډېره بریده ګټي هم درلودې.
ګټي:
آزاد بازار: آزاد بازار یو اقتصادي سیسټم دئ، چي په هغه کي د توکو او خدماتو بیي د عرضه او تقاضا له مخي ټاکل کېږي، چي د پلورونکي او پېرېدونکي لخوا څرګندېږي.
اغېزمن تولید: د سرمایه دارۍ په نظام کي شرکتونه او تولیدي کارخوني لیوالتیا لري؛ ترڅو ښه خدمات او محصولات خلکو ته په کم قیمت او اغېزمنه توګه وړاندي کړي.
د کسبګرو آزادي: سوداګر د خپلو اقتصادي پرېکړو پر اساس بازارونو ته د ننوتلو او وتلو آزاد حق  لري. د تصدۍ ازادي په دې معنا ده، چي کسبګر د اقتصادي منابعو د پېرلو او استخدام له پاره ازاد وي. هر وګړی حق لري، چي پرته له کومي مداخلې خپلي اقتصادي پرېکړي وکړي.
د مصرفوونکي حاکمیت: مصرفوونکي د خپلو غوښتنو، اړتیاوو او بودیجې پر اساس د پېرېدونکو توکو او خدماتو غوره کولو آزاد حق  لري.
زیانونه:
 طبقاتي تبعیض: په دغه نظام کي بېوزله نور هم بېوزله او شتمن د نوري شتمنۍ څښتن کېږي.
د بې کارۍ او کم کارۍ زیاتوالی: په دغه نظام کي بازار په انحصار کي وي او نورو خلکو ته د کار زمینه نه برابرېږي.
کسبګر ډېر سیالان لري: هر کسبګر یا تولیدي کارخوني په دې هڅه کي وي، چي په ټیټه بیه غوره محصولات او خدمات خلکو ته وړاندي کړي؛ تر څو وکولی سي په مارکېټ یا بازار کي خپل ثبات رامنځته کړي او داسي نور...
۲- سوسیالیستي اقتصادي نظام:
 دا نظام په لومړي ځل په (1832) م کال د کارل مارکس په نامه یوه جرمني لیکوال، ساسیتوال، تاریخپوه، اقتصادپوه او ارواپوه له لوري رامنځته سو.  په دې نظام کي ټول تولیدي عوامل د حکومت تر ولکې لاندي وي. د دې نظام بنسټ اېښودونکی وایي: په دې نظام کي د کاروبار اصلي موخه انفرادي او شخصي ګټي حاصلول نه دي، بلکي ټولني او خلکو ته خدمت کول دي او په هیواد کي ټولي زېرمي او طبیعي منابع یوازي او یوازي د حکومت يه اختیار کي وي. په عامه توګه کولای سو، چي ووایو په دغه نظام کي خصوصي سکټور ته پام نه دئ سوی.
 ګټي:
1-  د منابعو غوره تشخیص او تعین ۲ - چټک اقتصادي پرمختګ.
زیانونه:
 ۱ــ اقتصادي خپلواکي له منځه وړل ۲ــ  د مصرفوونکو  فردي ازادي له منځه وړل.
۳- میکس اقتصادي نظام:
میکس اقتصادي نظام هغه نظام ته ویل کېږي، چي د کپیټلیزم او سوسیالیزم اقتصادي نظامونو ترکیب وي. د کپیټلیزم او سوسیالیزم  اقتصادي نظامونو په څېر میکس اقتصادي نظام هم په اوسني عصر کي په ځینو هیوادونو کي استعمالېږي. میکس اقتصادي نظام په دریو سکټورونو وېشل سوی دئ:
۱- خصوصي سکټور، چي د خصوصي سکټور ملکیت دئ.
۲- عامه سکټور، چي د دولت ملکیت دئ.
۳- ګډ سکټور، چي د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ یو اشتراکي ملکیت وي.
ګټي:
 1- د انفرادي حقونو ساتنه ۲- خصوصي سکټور او دولت په ګډه کار کوي؛ تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او خپل هیواد په اقتصادي ډکر کي له نورو هیوادونو سره سیال کړي ۳-  اقتصادي ثبات، د بېلابېلو سکټورونو د ګټو په توازن او د اقتصادي بدلونونو په کمولو سره کولای سي اقتصادي ثبات رامنځته کړي.
زیانونه:
 ۱-  ډېر مالیات ورکول ۲-  دولتي انحصار ۳-  غیر موثر  قوانین او مقررات، چي د دولت له لوري رامنځته سوي دي.
4- اسلامي اقتصادي نظام:
د اسلام مبارک دین له ظهوره سره سم یاد نظام رامنځته سو او زمونږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له پیدایښت او نبوت سره سم وده ومونده او د چارو د ښه ترسره کولو له پاره ئې پراختیا وموندله. د پيغمبر(ص) د زمانې له اقتصادي سياستونو څخه يو هم د فيس او کرايې اخيستل او د مدينې په بازار کي د ودانيو د ټينګښت ممانعت وو او يوازي د خېمو کارول روا ګڼل کېدل. ویل کېږي، چي دا کار ئې له بې وزله سوداګرو سره د مرستي په موخه کړی وو.
زکات: په ځینو مالونو لکه؛ په ځینو کرنیزو محصولاتو باندي مالیه، چي د دې مالیاتو هدف په واضح ډول د پراخولو له پاره ټاکل سوی دئ.
سود: د تبادله سوو توکو ترمینځ هر ډول ډېر یا ناحقه توپیر، چي زمونږ مبارک دین په کلکه له دې امر څخه ډډه کوي. دا مفاهیم لکه د اسلامي شریعت او فقهې د نورو مفاهیمو په څېر، د پیغمبر له کیسو او احادیثو څخه اخیستل سوي، چي د مفسرینو لخوا راټول او ستاسو حضور ته وړاندي سول.