د مالیې وزارت مقام د شکایتونو اورېدو خپلواک آمریت ۱۸ شکایتونو ته رسېدنه کړې!

org_admin
Wed, Jan 22 2025 3:01 PM
............

د مالیې وزارت د شکایتونو د اورېدو خپلواک آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سوي شکایتونه په مستقیم ډول د وزارت له مقام سره شریکوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۳) کال مرغومي (جدي) میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۲۲) شکایتونه ترلاسه او اورېدلي دي، چي له دې ډلي څخه (۱۸) شکایتونو ته رسېدنه سوې، (۲) تر کار لاندي دي او (۲) نور شکایتونه د کافي معلوماتو او شکایت کوونکو له لوري د اثباتیه اسنادو د نشتون له امله د دغي ادارې لخوا بې بنسټه ګڼل سوي دي.
له دې ډلي (۱۴) شکایتونه د وټس آپ له لاري، (۲) د ټیلیفوني اړیکو له لاري او (۸) شکایتونه په حضوري بڼه له دې ادارې سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ورته سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، واټس آپ، ټلیفوني اړیکي، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغي ادارې سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته هر ثبت سوي شکایت ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
واټس آپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک:  Officialcomplaints@mof.gov.af