د مالیې وزارت مسئولینو د جغرافیوي معلوماتو او مصنوعي ځيرکتيا د حللارو په آنلاین ورکشاپ کي ګډون وکړ!

org_admin
Wed, Mar 05 2025 1:54 PM
.............


چهارشنبه د کب ۱۵مه ۱۴۰۳ هـ.ل

د ملګرو ملتونو سازمان د پایداره پرمختګ حل لارو ادارې (SDSN) له لوري د نړۍ د ماليې او پلان وزارتونو له پاره د جغرافیوي معلوماتو (GIS) او مصنوعي ځيرکتيا (AI) د حل لارو په تړاو د لوړ پوړو غړو ورکشاپ پر لیکه (آنلاین) بڼه ترسره سو.
دغه ورکشاپ کي د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو استازو ګډون درلود، چي له افغانستان څخه د مالیې وزارت د عوايدو لوی رياست مسئولینو برخه اخیستې وه. یاد ورکشاپ د (جغرافیوي معلوماتو او مصنوعي ځيرکتيا حللاري) تر عنوان لاندي د پایداره پرمختګ له پاره د مالي سیسټمونو تقویت ته ځانګړی سوی وو.
د یاد ورکشاپ په لړ کي ګډونوالو ته د جغرافیوي معلوماتو، لیري سنجوني، د سپوږمکۍ د انځورونو او د جغرافیوي مصنوعي ځیرکتيا (GEOAI) د عملي کاروني مهمي وسیلې او د اطلاعاتو پر بنسټ د تصمیم نیولو اسانتیا، د مالي پلان جوړونې له پاره د جغرافیوي معلوماتو اهمیت، د اسانه پرېکړو نیولو له پاره د مصنوعي ځيرکتيا کارولو، د مختلفو هیوادونو تجربې او بریالیتوبونه، د مالي ستراتیژیو پیاوړتیا او پایداره تمویل او یو شمېر نورو اړوندو مهمو موضوعات په تړاو د نظرونو تبادله ترسره سوه.
په ټوله کي دغه ورکشاپ یو بریالی ګام وو، چي د (Geospatial او AI) حل لارو په تړاو پراخ نظرونه پکي وړاندي سول او ګډونوالو ته د عصري ټکنالوژۍ د عملي استفادې نوي لاري وښودل سوې، چي دا به د پایدار پرمختګ، له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د معلوماتو پر بنسټ د پياوړو مالي پلانونو په جوړولو کي مرسته وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS