د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دیني درسونو پایلي اعلان سوې!

syllab_admin
Wed, Oct 29 2025 4:05 PM
.........

د لړم ۷ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دیني درسونو د ازمویني پایلي د یو لړ مراسمو په ترڅ کي اعلان کړې.
په دې مراسمو کي د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د  امر بالمعرف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د پالیسۍ او مسلکي معین شیخ الحدیث نور محمد حقانی، د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د دعوت او ارشاد د چارو د همغږۍ لوی رئیس مولوي شریف الله حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد او د مالیې وزارت یو شمیر مسئولینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزیر په خپله وینا کي وویل، چي په کلکه دیني لارښووني پلي کړئ او خپلي خبري او کړني په داسي ډول تنظیم کړئ، چي ځان او ټولني ته  ګټه ورسوي. خپل واک او صلاحیت یوازي د خلکو د خدمت له پاره وکاروئ او له هغوی سره په شفقت او مهربانۍ چلند وکړئ. نیت مو یوازي د خدای رضا او د خلکو خدمت کول وي. که زموږ د کار او فعالیتونو موخه یوازي د خدای رضا او د نورو خدمت کول وي، موږ کولی سو د زړه سکون او رضایت ترلاسه کړو.
د  امر بالمعرف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارات د پالیسۍ او مسلکي معین په خپلو خبرو کي وویل، چي خدای تعالی خامخا له هغو کسانو سره مرسته کوي، چي د هغه د دین ملاتړ کوي او د حق په لاره کي د مظلومانو د دفاع هڅه کوي. د دې یوه څرګنده بېلګه اوسنی اسلامي نظام دئ، چي زموږ په ګران هیواد  کي حاکم سو. موږ هغه څه چي درلودل د خدای د دین او د هغه د حاکمیت له پاره  قرباني کړل. له همدې امله، دا اړینه ده، چي موږ الهي قوانین پلي کړو او په هره ممکنه لاره د دې اسلامي نظام ملاتړ وکړو.
د دعوت او ارشاد د چارو د همغږۍ رئیس په خپلو خبرو کي وویل، چي په هر وزارت او خپلواکه  امارتي اداره کي د دعوت او ارشاد ریاست د جوړولو موخه د کارکوونکو ترمنځ دینی تشه ډکه کول دي، داسي نه چي خدای مه کړه دوی په دنیا کي عرق سي او خدای او آخرت هېر کړي. د کارکوونکو له پاره دا اړینه ده، چي خپل نیت، اخلاق، فکرونه او عقیدې اصلاح کړي. هغه له کارکوونکو څخه وغوښتل، چي د اسلامي امارت د استازو په توګه له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او د هغوی د ستونزو د حل له پاره خپله هڅه وکړي.
په پای کي هغو کسانو ته چي لوړي نمرې ئې ترلاسه کړي وې، ستاینلیکونه ورکړل سول او مراسم د خیر دعایې په ویلو پای ته ورسیدل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS