د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!
د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د یاد مستوفیت له مستوفي، آمرینو او اداري کارکوونکو سره وکتل او د چارو د ښه والي، د عوایدي هدف د ترلاسه کولو، سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه ئې هغوی ته اړیني سپارښتني وکړې.
نوموړي وویل، چي اسلامي امارت د ولس له منځه را پورته سوی نظام دئ، موږ او تاسو باید له ولس سره نږدې او ښې اړیکي ولرو او هڅه باید وکړو، چي سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د مالیاتو په برخه کي لا ډېري اسانتیاوي برابري کړو.
ښاغلي سحر د یاد مستوفیت د چارو د څارني پر مهال د تخنیکي هیئت د پخوانیو سپارښتنو او لارښوونو عملي کېدل تعقیب کړل، چي د مستوفیت د همکارانو له خوا تر ډېره حده عملي سوي وې. د لیدني پر مهال د یاد مستوفیت کاري ستونزي هم واورېدل سوې، چي د عوایدو لوی رئیس ورته د حلولو ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده، چي د عوایدو لوی رئیس د مستوفیتونو د چارو د ارزوني، د لاسته راوړنو او ستونزو د اورېدو په موخه ولایتونو ته دا ډول سفرونه کوي.
