د ماليې وزير ملا هدايت الله بدرې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ملتيا د قوشتېپې کانال څخه ليدنه وکړه

د ماليې وزير الحاج ملا هدايت الله بدري چي د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر ئې ملتيا کول د قوشتېپې کانال د وروستیو کاري پرمختګونو او لاسته راړنو د ليدني په پار بلخ ولايت ته سفر وکړ. ده د قوشتېپې کانال پروژې کارونه له نژدې وکتل او د یادې پروژې د مسؤلینو د ترسره سوو کاري پرمختګونو او هڅو له امله يې ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښهوالي او غوره توب په موخه لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې.

د یادولو وړ ده، چي د دې پروژې له پیلېدو سره سم زرګونو هيوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سوې چي په بشپړېدو سره به ئې شاوخوا 550 زره هکټاره مځکه خړوبه او افغانستان به د غنمو له پلوه پر ځان بسیا کړي.