د حکومت رهبري، د تقاعد خزینې په عمومي ریاست کې د اصلاحاتو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د رهبري غونډې د تقاعد خزینې لوی ریاست په بېلابېلو برخو کې پر اصلاحاتو بحث وکړ.
په دغه غونډه کې چې تېر مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د تقاعد خزینې لوی ریاست مسوولینو د یاد ریاست په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، په دغه اداره کې د اصلاحاتو بهیر د چټکتیا او متقاعدینو ته په موقع د خدمت وړاندې کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
