د مالیاتي شخړو د حل بورډ ۴۱ مالیاتي شخړو ته رسېدنه کړې ده!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۳۳
...........


د وږي ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ، چي له پنځو متخصصو غړو څخه جوړ دئ، د مالیاتي شخړو د حل او د مالیاتي عدالت رامنځته کولو، د مالیاتي اطاعت پذیرۍ کچي لوړولو، د مالیاتي قوانینو له ښه او دقیق پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د مالیه ورکوونکو او مالیاتي ادارو ترمنځ د باور رامنځته کولو، په خصوصي سکټور کي د پانګوني د جذب ملاتړ او د مالیاتو په ورکولو کي د مالیه ورکوونکو رضایت ترلاسه کولو له پاره اغېزمن او ګټور فعالیتونه ترسره کوي.
د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴ هـ.ل) کال له پیل څخه تر زمري میاشتي پوري د تقنیني اسنادو په رڼا کي شاوخوا (۴۱) قضیې حل کړي دي، چي ډېری متعرضو مودیانو د بورډ له پرېکړو څخه خوښي څرګنده کړې او حکم سوي پیسې ئې بیت المال ته سپارلي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیاتي شخړو مسلکي او تخنیکي حل دوه اړخیزي پایلي لري، یعني له یوې خوا پر ملي بودیجه او د مالیې وزارت د محاسباتي سیسټم (د نقدینګی مدیریت) باندي مثبتي اغېزې لري، پاتي عواید ترلاسه کېږي او له بلي خوا د مالیه ورکوونکو او مالیاتي ادارو ترمنځ د باور په رامنځته کولو سره د خصوصي سکټور رضایت تر لاسه کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د افغانستان د کانونو د صادراتي توکو بهیر برېښنایي سو!

 

د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کانونو د صادراتي توکو د بهیر له پاره د اسیکوډا په سیسټم کي نوی ماډیول جوړ او د کانونو او پیټرولیم وزارت له سیسټم سره ئې وصل کړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د آقینې سرحدي او کندهار ګمرکونو کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!

 

د مالیي وزارت د ګمروکونو او عوایدو ملي اکادمۍ له تدریسي پلان سره سم د آقینې او کندهار ګمرکونو (۳۰) تنو ګډونوالو ته یو میاشتنی جوړ سوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
د دغه روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۳
Background image

برنامه آموزشی برای کارمندان گمرکات سرحدی آقینه و قندهار به پایان رسید!

 

طبق پلان تدریسی اکادمی ملی عواید و گمرکات وزارت مالیه، برنامه آموزشی یک ماهه برای (۳۰) تن اشتراک کننده گمرکات آقینه و قندهار به پایان رسید.
در جریان این برنامه آموزشی برای اشتراک. . .

BACK TO NEWS