د ډبرو سکرو د صادراتو په ګمرکي عوایدو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په روان ۱۴۰۱مالي کال کي د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کي زیاتي اسانتیاوي رامنځته کړي، چي د یوې خوا ئي د ډبرو سکرو په صادراتو مثبته اغېزه کړې او له بل لوري ئي د تېر کال په پرتله د ډبرو سکرو ګمرکي عواید هم فوق العاده لوړ کړي.
یاد ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو راوستلو په موخه د تورخم په سرحدي ګمرک کي ډبرو سکرو ته د صادرولو اجازه ورکړه، چي پخوا ئې پر دې لاره اجازه نه درلوده، د دې تر څنګ ئې په یاد ګمرک کي ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعته کړل، چي په پایله کي ئې د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي مثبت اغېز وکړ.
د ۱۴۰۰ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کي له هیواد څخه شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر سوي وه، چي له دې درکه ۱ میلیارد او ۸۹۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول ترلاسه سوی وو، خو د روان ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کي شاوخوا ۲.۷ میلیونه ټنه د ډبرو سکاره د هیواد له ګمرکونو څخه صادر سوي، چي له درکه یې ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول اخیستل سوی. دغه رقم د تېر کال په پرتله ۱۰ میلیارده او ۲۵۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي.