ه یو شمېر ولایتونو کي ګڼ شمېر وارداتي قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۲۹
..............

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، هرات او کندهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۷۲) ټنه او (۷۵۰) کیلو ګرامه سیمېنټ، (۵۲۰۸) کیلو ګرامه رُب، (۱۴۲۴) کیلو ګرامه مکروني، (۱۰۶۷) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۴۲۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۳۴۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۱۵۰۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو ماېع او (۵۰) کارټنه شامپو شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي  د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ور کوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۵۹
Background image

د کندوز ولایت د مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو!

 

د مالیي وزارت د ګمروکونو او عوایدو ملي اکادمۍ د تدریسي پلان سره سم د روزنیزو پروګرامونو په دوام، دا ځل د کندوز مستوفیت د عوایدو برخي کارکوونکو ته (۲۳) ورځنی روزنیز پروګرام پيل سو.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د آقینې او کندهار سرحدي ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!


د زمري ۱۵مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د آقینې او کندهار سرحدي ګمرکونو کارکوونکو ته یوه میاشتني روزنیز پروګرامونه پيل سول.
 په دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۷:۴
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د زمري ۱۴مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي. . .

BACK TO NEWS