د مالیې وزارت سرپرست د هرات ولایت ګمرک د وضعیت ارزولو په موخه دې ولایت ته سفر وکړ

admin_mof
Thu, Apr 15 2021 8:24 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د یوه پلاوي په مشرۍ چې د عوایدو او ګمرکونو مرستیال هم ورسره وو، د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک د وضعیت ارزولو په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.

په لومړي سر کې د مالیې وزارت سرپرست د هرات له والي سید عبدالوحید قتالي، سره د ملي عوایدو راټولېدو په موخه د مرکز او ولایتونو د ښې همغږۍ رامنځته کېدو، د ۱۴۰۰ مالي کال عوایدو راټولېدو هدف د څرنګوالي په تحقق، له فساد سره د مبارزې، د ملي عوایدو راټولېدو په برخه کې د شته ستونزو هواري او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست، چې د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې رئیس یونس قاضي زاده، هم حضور درلود، د خصوصي سکټور له استازو سره د ملي سوداګرو په ستونزو، خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو په برابرولو او د افغانستان حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د لا ښې همغږۍ په ټینګښت بحث او د نظرونو څرګندونې وکړې او له دوی سره یې ژمنه وکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو په نظر کې نیولو سره به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په دې سربېره، د مالیې وزارت سرپرست، د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ ته لاړ او د روزنک ګمرک لیدنه یې وکړه. نوموړي، په دې لیدنه کې ګمرکي مسائل، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د محمولو لېږد رالېږد، ډیجیټلي تلې او سکنرونه و ارزول.

خبر

د دې لیدنو په لړ کې د مالیې وزارت سرپرست، د اسلام کلا ګمرک لیدنه هم وکړه او له کارکوونکو سره یې د اصلاحاتو پلي کولو، ملي عوایدو راټولېدو، له فساد سره د مبارزې، شته ستونزو او خنډونو باندي خبرې وکړې او اړوندو مسؤلینو ته یې د ستونزو په هوارولو لازم هدایت ورکړ.