په دولتي شرکتونو کي د درې قراردادي (NTA) بستونو تحریري آزموینه واخیستل سوه
په دولتي شرکتونو کي د درې قراردادي (NTA) بستونو تحریري آزموینه د مالیې وزارت د بهرنیو اړیکو آمر عبدالحق منصور، د بشري سرچینو متخصص عبدالبصیر عظیمي او د دولتي شرکتونو د مالي چارو د څارني او ارزوني رئیس احمد حسن احمدي په ګډون د مالیې وزارت په خیبرصالون کې واخیستل سوه.
د مالیې وزارت د بهرنیو اړیکو آمر عبدالحق منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د مالیې وزارت د رهبرۍ له ژمنتیاوو څخه یو هم د ازادې سیالۍ له لارې د آزموینو تر سره کول دي، د مالیې وزارت رهبرۍ په جدي توګه هڅه کوي، تر څو ژمن، صادق او وړ اشخاص په خدمت وګماري. تاسو ته پوره ډاډ درکوو، چي نن د دریو قراردادي بستونو ازموینه به د شفافیت، عدالت او وړتیا اصل ته په کتو ترسره کیږي. الله پاک دي موږ ته ددې توفیق راکړي؛ تر څو د خلکو حق په سمه توګه ادا کړو.
د بشري سرچینو متخصص عبدالبصیر عظیمي د ازمویني د اخیستني او پوښنتو په تړاو معلومات ورکړل او وې ویل: د دولتي شرکتونو اړوند دغه درې تخصصي بستونه؛ لکه: کسب او کار، د سوداګرۍ پراختیا ، د مالي پلټني او ستر حقوقي متخصص بستونه، د چارو د ښه پرمختګ په موخه ازادي سیالۍ ته وړاندي سوي دي؛ تر څو وړ اشخاص وګمارل سي.
د یادونې وړ ده، چي په دغه ازموینه کي د شرایطو وړ شاوخوا ۲۵ کسانو ګډون کړی وو.
