په دولتي شرکتونو کي د درې قراردادي (NTA) بستونو تحریري آزموینه واخیستل سوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۱۰:۴۰
خبر

په دولتي شرکتونو کي د درې قراردادي (NTA) بستونو تحریري آزموینه د مالیې وزارت د بهرنیو اړیکو آمر عبدالحق منصور، د بشري سرچینو متخصص عبدالبصیر عظیمي او د دولتي شرکتونو د مالي چارو د څارني او ارزوني رئیس احمد حسن احمدي په ګډون د مالیې وزارت په خیبرصالون کې واخیستل سوه.

د مالیې وزارت د بهرنیو اړیکو آمر عبدالحق منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د مالیې وزارت د رهبرۍ  له ژمنتیاوو څخه یو هم  د ازادې سیالۍ له لارې د آزموینو تر سره کول دي، د مالیې وزارت رهبرۍ په جدي توګه هڅه کوي، تر څو  ژمن، صادق او وړ اشخاص  په خدمت وګماري. تاسو ته پوره ډاډ درکوو، چي نن د دریو قراردادي بستونو ازموینه به د شفافیت، عدالت او وړتیا اصل ته په کتو ترسره کیږي. الله پاک دي موږ ته ددې توفیق راکړي؛ تر څو د خلکو حق په سمه توګه ادا کړو.

د بشري سرچینو متخصص عبدالبصیر عظیمي د ازمویني د اخیستني او پوښنتو په تړاو معلومات ورکړل او وې ویل: د دولتي شرکتونو اړوند دغه درې تخصصي بستونه؛ لکه: کسب او کار، د سوداګرۍ پراختیا ، د مالي پلټني او ستر حقوقي متخصص بستونه، د چارو د ښه پرمختګ په موخه ازادي سیالۍ ته وړاندي سوي دي؛ تر څو وړ اشخاص وګمارل سي.

خبر

د یادونې وړ ده، چي په دغه ازموینه کي د شرایطو وړ شاوخوا ۲۵ کسانو ګډون کړی وو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS