د هیواد د ډبرو سکاره د ملي عوایدو یوه لویه برخه جوړوي

admin_mof
Mon, Apr 25 2022 4:55 PM
خبر

ځینو بهرنیو رسنیو د ډبرو د سکرو په هکله ليکي، چي په دې وروستیو کي د افغانستان د ډبرو سکاره ګاونډیو هیوادونو ته په پراخه کچه قاچاق کيږي. دوی ادعا کړې چي په ورځني ډول په لسګونو بار وړونکو لاریو کي سویلي ولایتونو له لاري له کوم محصول پرته تر پوله اوړي او په ارزانه بیه په ګاونډي هیواد کي پلورل کيږي.

په دې تړاو د مالیې وزارت نظر په لاندي ډول دئ:

د افغانستان ټول سرحدي ګمرکونه او بندرونه د ګمرکي مسؤلینو تر کلک څار لاندي دي، چي د امنیتي مسؤلینو په شمول دوی هیڅ چاته اجازه نه ورکوي؛ ترڅو د افغانستان له لوري توکي ګاونډیو هیوادونو ته په قاچاق او نا قانونه توګه تېر او يا هم افغانستان ته را انتقال کړي.

 د مالیې وزارت له رسمي پاڼو په ځلونو خبرونه خپاره سوي دي، چي د ځینو ګمرکونو د پلټنې مسؤلینو په وار- وار ناقانونه او قاچاقي توکي نیولي او تورن کسان یې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د ډبرو د سکارو صادرات د ماليې وزارت د ملي عوایدو یوه ستر برخه ده، چي ټوله عوايد يې د دولت خزانې ته سپارل کيږي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو راورسته عوايد د تير په پرتله خورا لوړی سوي دي: 

له ۱۳۹۹ل کال سنبلې څخه تر ۱۴۰۰ل کال حمل پوري د ډبرو د سکرو د صادراتو ګمرکي اررښت ۱،۰۱ میلیارده افغانۍ دي او ورڅخه راټول سوي عواید ۲۴۴ میلیونه افغانۍ کيږي. 

په داسي حال کي چي د ۱۴۰۰ل کال د سنبلې میاشتي څخه د ۱۴۰۱ل کال حمل میاشتي تر وروستیو پوري د صادر سوو ډبرو سکرو ګمرکي ارزښت ۱۶،۲ میلیارده افغانۍ دئ او ترې ترلاسه سوي عواید ۳،۹ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

 همدا شان تېر کال د ټن له حسابه (۱۴۵۹۸۸ ټنه) او په روان کال کي (۱۹۳۰۸۴۵ ټنه) ته یې د صادراتو کچه رسېږي.

د ماليې وزارت په خاصه پاملرنه او ټينګار په افغانستان کي هيڅ ډول اموال د غیر قانوني لارو اوبېله ګمرک څخه نه صادريږي.