د ننګرهار او کندهار ګمرکونه دي ۲۴ ساعته فعالیت وکړي

admin_mof
Thu, Jul 28 2022 11:18 AM

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند د ننګرهار او کندهار د ګمرکونو مسؤلینو ته هدایت ورکړی، چي سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او په پرلپسې توګه هیواد ته د اړینو توکو د صادرولو او واردولو په موخه دي یاد ګمرکونه په ۲۴ ساعته توګه په دوه شفټونو کي پرانیستي وي.

د دې ترڅنګ د همدې هدایت په یوه بله برخه کي د خوست ولایت د غلام خان چک پوسټ او پکتیا ولایت د ډنډپټان چک پوسټ مسؤلینو ته ویل سوي، چي سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دي یاد چک پوسټونه ۱۲ ساعته خدمتونه وړاندي کړي او همدا راز اړوندو مسؤلینو ته په هدایت کې ویل سوي، چي د بار وړونکو وسایطو په تګ او راتګ کي دي تعادل په پام کي ونیسي.

د یادونې وړده، چي د مالیې وزارت مشرتابه ملي سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه وخت نا وخت د ګمرکونو له مسؤلینو سره ويني او د هر راز سهولتونو برابرولو زمینه ورته برابروي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS