د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې او پلان جوړوني ریاستونو لپاره نوي رئیسان معرفي سول

admin_mof
Sun, Oct 09 2022 12:15 PM
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ ښاغلی محمد وسیم عثمان د تعرفې پخوانی رئیس د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني د نوي رئیس او ښاغلی عبدالرحمن وقاد د پلان جوړوني پخوانی رئیس د تعرفې د رئیس په توګه د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکونکو ته ور وپیژندل سول.
د ګمرکونو لوی رئیس د یادو ریاستونو کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چي له نوو ګمارل سوو رئیسانو سره د چارو لا ښه والي په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي.

خبر

د یادوني وړده چي په دې پیژندغونډه کي د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړې وو.