د امام ابو حنیفه (رح) ملي نندارتون ترسره سو

admin_mof
Thu, Dec 08 2022 11:51 AM
خبر

د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د پیژندني او ملاتړ په موخه د (امام ابو حنیفه رحمت الله علیه) تر نامه لاندي ۷ ورځنی ملي نندارتون په پلازمینه کابل کي ترسره سو.

دغه نندارتون کي چي له ۶۰۰ څخه زیاتو دولتي او خصوصي شرکتونو خپل تولیدات په ۶۴۰ غرفو کي نندارې ته وړاندي کړي وو، د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو اړوند (د مرکزي سیلو دولتي شرکت، د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت، د اصلاح سوو کرنیزو تخمونو دولتي شرکت، د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت) او یو شمېر نورو دولتي شرکتونو هم خپل تولیدات د بازار موندني په موخه نندارې ته وړاندي کړل.

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند، د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج او یو شمیر رئیسانو هم له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه د ملاتړ او هڅوني په موخه له یاد نندارتون څخه لیدنه وکړه او دغه نندارتون یې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو تر منځ د غوره سوداګریزو اړیکو د رامنځته کېدو لامل د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندني په برخه کې یو ستر ګام وباله.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه دغه ستر نندارتون د لیندۍ پر ۱۰مه نیټه پیل او د همدې میاشتي تر ۱۷مې نېټې دوام وکړ.