د بلخ په ګمرک کي د نظامي توکو د قاچاق مخنیوی وسو

admin_mof
Tue, Dec 13 2022 1:48 PM
خبر

د بلخ ګمرک د تشرېح برخي منسوبینو په یو بار وروړونکي موټر کي یو شمېر نظامي توکي، چي په ډیر مهارت سره ځای پر ځای سوي وو او غوښتل یې افغانستان ته یې وارد کړي، کشف او ونیول.

په یادو نظامي توکو کي ۲۳۸ دانې د ام فور شاجور نښلونکي، ۳۰۰ دانې د ام فور شاجور پوښونه، ۴۶ دانې د ام فور ورځني دوربینونه، ۱۹۹ دانې د ام فور پایي او ۸۸ دانې د ام فور جري شامل دي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي په دې تور نیول سوی کس د نورو تحقیقاتو لپاره اړونده امنیتي ارګانونو ته سپارل سوی دئ.