اسلام قلعه سرحدي ګمرک فعالیتونه ۲۴ ساعته سول

admin_mof
Tue, May 09 2023 5:50 PM

د مالیې وزارت په هدایت د سوداګریزو توکو د چټکو پړاوونو ترسره کولو په موخه د هرات ولایت د اسلام قلعه سرحدي ګمرک فعالیتونه ۲۴ ساعتونو ته وغځېدل.
په دې مراسمو کي د هرات ګمرک مسؤلینو او بارچلوونکو شرکتونو مسؤلینو ګډون کړی وو. د هرات د ګمرک رئیس دغه چاره نېک ګام وباله او ډاډ ئې څرګند کړ، چي (۲۴) ساعته ګمرکي فعالیت لپاره زموږ کاري پرسونل او امکانات برابر دي او له دې وروسته ټول سوداګریزاو بارچلوونکو شرکتونه کولای سي، چي له کومي ستونزي پرته د خپلو سوداګریزو توکو سوداګریز پړاوونه ترسره کړي. سوداګرو او د بارچلوونکو شرکتونو استازو هم د مالیې وزارت د ګمرکونو له لوی ریاسته مننه وکړه او دا ئې د سوداګرۍ د ډګر پرمختګ وباله.
د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي د تورخم ګمرک فعالیتونه هم (۲۴) ساعته سوي او اړتیا ته په کتو د سپین بولدک ګمرک هم (۲۴) ساعته فعالیت کوي. د مالیې وزارت هڅه کوي تر څو شته امکاناتو ته په کتو د هیواد ټولو ګمرکونو کي کاري موده (۲۴) ساعتونو ته وغځوي، تر څو د سوداګرو لپاره د توکو په طی مراحلو کي لا ډېره اسانتیا او چټکتیا رامنځته سي.