بودیجې او خزاینو لویو ریاستونو له رئیسانو او کارکوونکو سره د مالي معین د پېژندنې ناسته ترسره سوه

admin_mof
Mon, Jun 12 2023 4:31 PM
خبر

د مالیې وزارت مالي چارو معین حاجي عبدالقدیر احمد د یوې پېژندني غونډي په ترڅ کي د دغه وزارت د بودیجې او خزاینو لویو ریاستونو له رئیسانو او آمرینو سره وکتل.
په دې غونډه کي د دغو ریاستونو د بېلابېلو څانګو رئیسان او آمرین مالي معین ته ور وپېژندل سول او د هغوی د چارو او کاري پروسیجر په اړه معلومات وړاندي سول.
د مالیې وزارت مالي معین د بودیجې او خزاینو عمومي ریاستونو د رئیسانو او آمرینو له لیدني خوښي څرګنده کړه او هغوی ته ئې په ورسپارل سویو دندو کي د لا زیاتو بریالیتوبونو دعا وکړه.