د شمال ختیځ زون مستوفیتونو د عوایدو څانګي کارکوونکو ته انلاین روزنیز پروګرام جوړ سو!

admin_mof
Tue, Jan 09 2024 9:09 AM
..................

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري او د عوایدو لوی ریاست په همکارۍ د شمال ختیځ زون (کندوز، تخار، بغلان او بدخشان) مستوفیتونو د عوایدو څانګي (۴۰) تنو کارکوونکو ته (پر عایداتو د مالیاتو قانون او د عوایدو طرزالعملونو) په تړاو انلاین روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې تړاو د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو تالار په جوړه سوې ناسته کي د بشري سرچینو رئیس احمد شاه شاکر په انلاین توګه خبري وکړې او وئې ویل، چي د مالیې وزارت رهبري تر خپل لاس لاندي د هري څانګي د کارکوونکو ظرفیت لوړوني ته ژمنه ده؛ ترڅو هغوی د خپل ظرفیت لوړولو او مسلکي پوهي له پاره زده کړي وکړي. په همدې اساس د بشري سرچینو ریاست د کال له پیل څخه له کوم ځنډ پرته انلاین روزنیز پروګرامونه روان ساتلي، نوموړي همدا راز له زده کوونکو وغوښتل، چي دغه موضوع جدي ونيسي او له شته امکاناتو او فرصتونو څخه په استفادې خپل مهارتونه او مسلکي پوهي ته وده ورکړي او هغه څه چي زده کوي په عمل کي ئې هم پلي کړي.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به یوه اوونۍ دوام وکړي، چي په هغه کي به ګډونوالو ته (پر عایداتو د مالیاتو قانون، د عوایدو طرزالعملونه، سیګتاس سیسټم او نور اړوند اړین موضوعات) تشرېح سي.