له بودیجوي واحدونو سره د ۱۴۰۳ مالي کال د ملي عوایدو استماعیه ناستي پای ته ورسېدې!

admin_mof
Sun, Feb 11 2024 11:58 AM
...............

 

د ماليې وزارت له لوري د رڼو ملي عوایدو راټولولو، د عوایدي سرچینو د ښه مدیریت او په را روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کي د ادارو لپاره د عوایدي هدف ټاکلو په موخه، له بودیجوي واحدونو سره د ملي عوایدو استماعیه ناستي پای ته ورسېدې.
د یادو غونډو وروستۍ ناسته، چي د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنير سلطان محمد زبیر په مشرۍ ترسره سوه؛ په لړ کي ئې د بودیجوي واحدونو استازو د روان مالي کال لپاره د عوایدي هدف د وضعیت په تړاو معلومات وړاندي کړل او ورپسې په را روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کي په فرصتونو، عایداتي سرچینو او د عوایدي هدف پر څرنګوالي بحث وسو او د غوره عوایدو د ترلاسه کولو په موخه د یادو بودیجوي واحدونو له استازو سره اړیني سپارښتني شریکي سوې.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین، په را روان مالي کال کي د بودیجوي واحدونو د ستونزو د حل او ملي عایداتي پروژو د ټاکلو په برخه کي ډاډ ورکړ او ټینګار ئې وکړ، چي د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي او د ملي عوایدو د ارزښمند مدیریت په موخه به اړین اقدامات ترسره کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS