د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجې د اصولنامي پلي کولو په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل سو!

syllab_admin
Tue, May 28 2024 4:51 PM
..............

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د ( ۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال د ملي بودیجې د اجراء اصولنامې له توشېح کېدو وروسته، یاده اصولنامه د هر اړخیز پلي کولو په موخه له مالیې وزرات سره شریکه سوه.
دغه اصولنامه به د مالیې وزارت له لوري له ټولو بودیجوي واحدونو سره هم شریکه سي، چې له همدې کبله د مالیې وزارت له لوري د بودیجوي واحدونو مسؤلینو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د دغه وزارت په خیبر سالون کي جوړ سو.
د دغه روزنیز ورکشاپ په پرانیستغونډه کي د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د ملي بودیجې لوی ریاست مسؤلینو او د بودیجوي واحدونو استازو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت مالي معین وویل، چي د افغانستان ملي بودیجه د بهرني ملاتړ څخه پرته په خپلواکه توګه له کورنیو عوایدو څخه تمویلېږي؛ نو باید د ملي بودیجې د ښه مدیریت په برخه کي پوره روڼتیا، دقیق پلان جوړونه او د لګښتونو د کنټرول مهمو اصولو ته ځانګړي پاملرنه وسي.
د یادوني وړ ده، د بودیجې د اجراء اصولنامه د ملي بودیجې ترتیب، په دې برخه کي اړین صلاحیتونه او د بودیجې د اجراء او کنټرول څرنګوالی په ګوته کوي، چي په عملي کېدلو سره ئې د ملي بودیجې او لګښتونو اغېزمن او مؤثر مدیریت ته زمینه برابرېږي او د مالي کال په جریان کي ټولي اړیني مالي چاري واضح کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS