د تورخم او حیرتان د ګمرکونو له پاره نوي آمرین معرفي سول!

syllab_admin
Mon, Jun 24 2024 3:33 PM
..................



د مالیې وزارت له لوري پر دندو د وړ او متعهدو اشخاصو د ګومارلو، کار اهل کار ته د سپارلو او د چارو د لا ښه پرمختګ له پاره د اشخاصو له کاري تجربو څخه د ښې ګټي اخیستني په موخه، د تورخم او حیرتان ګمرکونو له پاره نوي آمرین پر دندو وګمارل سول.
د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت د مقام په منظورۍ، د تورخم ګمرک له پاره نعمت الله همت او د حیرتان ګمرک له پاره مفتي محمد نسیم محمدي د ننګرهار او بلخ ګمرکونو د رئیسانو له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.
دواړو رئیسانو د تورخم او حیرتان ګمرکونو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي له نويو ټاکل سوو آمرینو سره د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه پوره همکاري وکړي او په پوره همغږۍ سره اړوند چاري ترسره کړي.