د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال ۱۸مه اداري ناسته وسوه!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال (۱۸) مه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ولایتي ګمرکونو پر استول سویو موضوعاتو هر اړخیز بحث وسو او په اړه ئې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمي پرېکړي وسوې.
ور پسې له اجنډاء سره سم، د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر موجودو ستونزو او حل لارو، د ځینو سوداګریزو شرکتونو له لوري د ګمرکي سرغړونو پر مخنیوي، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، په ګمرکونو کي د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري وسوې او په تړاو ئې لازمي پرېکړي وسوې.