د ګمرکونو او عوایدو معین د نورم او ستنډرډ ملي ادارې له رئیس سره وکتل!

org_admin
Sat, Feb 08 2025 9:54 AM
..............


د سلواغې ۱۹مه ١٤٠٣هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید تېره ورځ د  افغانستان د نورم او ستنډرډ ملي ادارې (انساء) له رئیس مولوي فیض الله تمیم سره په یاده اداره کي وکتل.
په دې لیدنه کي چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د نفتي موادو د کیفیت او څارني رئیس هم شتون درلود، دواړو لوریو پر سته نورمونو او په دې برخه کي د ستونزو پر حلولو هر اړخیز بحث او سلا مشورې وکړې.
د یادولو ده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت اړوند د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست د منل سويو معیارونو سره سم، د هیواد په ګمرکونو کي د واردېدونکو نفتي موادو د کیفیت کتنه کوي او هیواد ته د لوړ معیار درلودونکو نفتي موادو را واردېدولو ته زمینه برابروي.