د کورنۍ پلټنې لوی رئیس پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
Thu, Nov 24 2022 12:56 PM
خبر

د مالیي وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ یو پلاوي د پلټنې سپارښتنو د تطبیق تعقیب (Audit Follow-up) چارو د ارزوني په موخه د پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړ او له مستوفیتونو، گمرکونو او اړوند کاري دفترونو څخه یې لیدنه وکړه.

د دغه سفر په لړ کي د پکتیا او پکتیکا ولایتونو مستوفيانو او یادو ولایتونو یو شمېر مسؤلینو د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنگ په چارو کي د روڼتیا او اصلاح رامنځته کېدو په موخه د دوی اصلاحي هڅي وستایلې.

وروسته بیا د کورنۍ پلټني لوی رئيس، د پلټني پر ارزښت او څرنگوالي او د پلټني د سپارښتنو پر عملي کولو خبري وکړې او د شفافو عوایدو په راټولېدو یې ټینگار وکړ. هغه زیاته کړه، چي د پلټني د اصلاحي سپارښتنو په پلي کولو سره اداره مثبت لور ته گام اخلي او نه پلي کولو په صورت کي له گڼو ستونزو او ناخوالو سره مخ کیږي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي  ښاغلي خالد د یادو ولایتونو له ټولو اړوندو کارکوونکو سره ولیدل، د هغوی ستونزي او غوښتني یې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چي د مالیې وزارت مشرتابه به د ستونزو په حلولو کې بشپړه همکاري کوي.

Latest news

Wed, Mar 20 2024 2:28 PM
Background image

NOTICE of Directorate of Customs Regarding Registration, Customs Duty of Undocumented Motorbikes!

 

By the proposal of MoF and with the approval of Prime Ministership, in order to prevent ‘criminal offenses’ within the country and to ‘facilitate the owners of undocumented. . .

Tue, Feb 20 2024 12:08 PM
Background image

First Meeting of Directorate of CPA’s Board of Afghanistan Held!

 

 

The Directorate of CPA (Corporation of Professional Accountants) works to train and maintain professional accountants, to issue standard & acceptable accounting licenses to. . .

Mon, Feb 19 2024 4:09 PM
Background image

Mobile Surveillance Staff of Nimroz Customs Seizes Various Contrabands During Last Week!

 

Nimroz Customs intelligent mobile surveillance staff seized a number of contrabands in different areas of this province, which the smugglers wanted to smuggle into the country.
The. . .

BACK TO NEWS