د کابل ولایت اړوند په (۱۷) مه ناحیه کي د موټر مینځلو ( موټرشویي) د داوطلبۍخبرتیا

Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي، چي د کابل ولایت اړوند (۱۷مه) ناحیه کي د سرای شمالي د کیپک بادام باغ سره (۷۷۷) متره مربع د موټر مینځلو ( موټر شويي) ځمکه د داوطلبۍ لپاره اعلان ته وسپاري.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چي غواړي نوموړی ملکیت په کرایه ونیسي کولای سي، چي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه وروسته د (۲۱) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سوي ملکیت شرطپاڼه د اسنادو له ارزوني او لومړني قیمت ته په کتو تر لاسه کړي.