د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له پاره نوی رئیس معرفي سو!

org_admin
Mon, Dec 09 2024 2:32 PM
..........

د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم عبدالقدیر حقاني د دولتي املاکو د لوی رئیس په توګه د دغه وزارت د اداري معین، محترم مولوي دوست محمد مخلص له لوري د ياد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.
محترم عبدالقدیر حقاني له دې وړاندي د کابل ښاروالۍ د دفتر لوی رئیس په توګه دنده ترسره کړې، چي په اداري برخه کي د ښې کاري تجربې څخه برخمن دئ.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت رهبري تل هڅه کوي، چي د چارو د لا ښه پرمختګ او خلکو ته پر وخت د خدمتونو د وړاندي کولو په موخه په اړوندو ادارو کي وړ، متعهد او په کار پوه اشخاص په دندو وګوماري.