د ګمرکونو او عوایدو معین د یو شمېر ولایتونو له ګمرکونو او مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه!

org_admin
Sun, Apr 06 2025 12:10 PM
.............

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کي دا ځل کندهار او هلمند ولایتونو ته سفر وکړ او هلته ئې د  یادو ولایتونو له مستوفیتونو او د سپین بولدک ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په دې لیدنه کي د یادو برخو مسؤلینو ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د نېک چلند، په چارو کي د اړیني همغږۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو لازمي سپارښتني وکړې.
ښاغلي سعید د ولایتي مسؤلینو ستونزي هم واورېدې او ورته د اصولي رسېدني ډاډ ئې ورکړ.
د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معین بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي؛ ترڅو د یاد معینیت د اړوندو ادارو د چارو څخه د لیدني تر څنګ د هیوادوالو ستونزي هم له نږدې واوري او پر ټاکلي وخت رسېدنه ورته وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS